تازه خبرونه
په خوست کې چاودنې یو تن وواژه او پېنځه نور ټپیان دي
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
ویل کیږي؛ ماین ته پر ریموت چاودنه ورکړشوې، چې د یوه درملتون مخې ته ایښودل شوی و.
د خوست امنیه قوماندان جنرال فیض الله غیرت وايي، چې په دغه چاودنه کې یو تن وژل شوی او پېنځه نور ټپیان دي.
تراوسه د دې چاودنې مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی او دا هم روښانه نه ده، چې موخه یې څوک و.