سیمه ییز خبرونه
په خوست کې ږلۍ او سیلابونو درې کسان وژلی دي
د خوست ولايت په بېلا بېلو سيمو كې ږلۍ او سيلابونو پرمالي زيان سربېره د يوې زده كوونكې په ګډون درې كسان هم مړه كړي دي، له طبعي پېښو سره د مبارزې مسئولين وايي، چې د ږلۍ له امله په پنځو جلا جلا سيمو كې په زر ګونو جريبه ولاړ فصلونه، باغونه او كرل شوې سبزۍ له منځه وړي دي او په ځينو سيمو كې يې سختې زيانمنې كړې دي.
د یکشنبی په ورځ ( د غویی ۲۲ ) ناوخته او بيا د شپې پرمهال د خوست د اسماعيل خېلو ولسوالۍ اړوند د للمۍ او ټونډي، د متون په ماڼۍ، ګربزو او ځاځيمدان سيمو كې سخته ږلۍ ورېدلې او د غنمو ولاړ فصلونه او كرل شوې سبزۍ او ميوې يې له منځه وړي دي.
په دغو سیمو کې وروسته سيلابونه راوتلي او له امله يې دوه سړي او يوه نجلۍ، چې مازديګر مهال له ښوونځي كور ته روانه وه، مړه شوي دي، كه څه هم په خوست كې له طبعي پېښو سره د مبارزې مسئول انجنيراكبر وايي:
بېلابېلو سيمو ته يي د پلټنې لپاره كسان لېږلي او د پوره زيان كچه به وروسته په ډاګه شي، خو لمړني معلومات ښيي، چې په پنځو جلاجلا سیمو كې يې په زر ګونو جريبه ولاړ فصلونه، باغونه او كرل شوې سبزۍ له منځه وړي او په ځينو سيمو كې يې سخت زيان ور رسولى دى.
د دغو سيمو اوسيدونكي او بزګران وايي:
د كال خوارۍ يې اوبو لاهو كړې ځكه د غنمو داسې فصلونه يې ختم شوي، چې لو كولو ته د ګوتو په شمار ورځې پاتې وې.
دوى له دولت او مرستندويه ادارو د مرستو غوښتنه وكړه.
خوست د اوړي په موسم كې داسې هوا لري، چې ځيني وخت په ناڅپي ډول له چاپېره غرونو وريځې پورته كېږي او په كم وخت كې ترې داسې تالندې او تېزباران پېلږي، چې پرځمكه اوبه روانې او بيا په سيلابونو بدلې شي، كه څه هم ورته بارانونه په تېروخت هم وو، خو په دې وروستیو كې په غرونو كې د ځنګلونو د پرېكېدو له امله هم سيلابونه زيات شوي او هم يې سرعت څو برابره زيات شوى دى.
دا په يوه مياشت كې دريم ځل دى، چې په خوست كې ږلۍ او سيلابونه خلكو ته مالي او ځاني زيان اړوي.