تازه خبرونه
په خوست کې یو تنکی ځوان د سړي تښتوونکیو له منګولو آزاد شو
د خوست امنیه قومندان وایي، دغه شخص تېره شپه د خوست په باک ولسوالۍ کې د پولیسو په یو لړعملیاتو کې آزاد شوی دی.
د خوست امنیه قومندان مل پاسوال فیض الله غیرت وایي؛ دا تنکی ځوان سعید الرحمن ماشوم و، چې سړي تښتوونکو تښتولی و؛ خو له ۵ کاله وروسته د خوست پولیسو د سړي تښتوونکو له منګولو وژغوره .
ښاغلی غیرت زیاتوي، دا ځوان د خوست له باک ولسوالۍ تښتول شوی و، چې د خوست ځاځي میدان ولسوالۍ الګاډ په سیمه کې د پولیسو له لورې آزاد شوی دی.
نوموړی وایي، دا تنکی ځوان په خپله سیمه کې د ځمکې پر سر د لانجې له امله تښتول شوی و.
آزاد شوي ځوان ویلي، تښتوونکیو پېنځه کاله په خپل کور کې ساتلی ؤ.
د آزاد شوي ځوان پلار شېراحمد خان د زوی په خلاصون خوښ دی او سړي تښتوونکیو ته د سختې سزا غوښتنه کوي.
کتوونکي په دې باور دي، که سړي تښتوونکیو ته سخته سزا ورنه کړ شي؛ نو د سړي تښتونې پېښې غوني ځیږوونکې اندېښنې راپورته کولی شي.
خبریال: فریدالله ظاهر