تازه خبرونه

په خوست کې یو ۱۲کلن ماشوم د سړي تښتوونکو له منګولو ازاد شو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د خوست چارواکو د سړي تښتوونکو له منګولو څخه يوه دوولس کلن ماشوم ته نجات ورکړ او خپلې کورنۍ ته يې وسپاره.

د خوست امنيه قومندان فيض الله غیرت وایي، دغه ماشوم یې د صبریو ولسوالۍ په یوه غرنۍ سیمه کې د خاصو ځواکونو په عملیاتو کې ازاد کړی. نوموړی دغه راز په خوست کې د جنایي پېښو ګراف د ټیټېدو خبر ورکوی.

دا ۱۲کلن ماشوم درې ورځې وړاندې د خوست مرکز لنډرو سیمې څخه نامعلومو وسله والو تښتولی و چې تېره شپه د خوست په صبریو ولسوالۍ د پولیسو د ځانګړو ځواکونو د عملیاتو په لړ کې ازاد شو.

جنرال فیض الله غیرت زیاتوی: “د ماشوم د نجات پر وخت له سړي تښتوونکو سره نښته وشوه، هغوی وتښتېدل، خو ګروپ یې په ډاګه شوی او ژر به ونیول شي.”

نوموړی دغه راز په خوست کې په لوړه کچه د جنایي پېښو د کمېدو خبر ورکوي. هغه زیاتوي چې په اوس وخت کې جنایي پېښې په حداقل کې دي او ګراف يې په سلو کې ۹۵راټیټ شوی دی.

په خوست کې پخوا جنایي پېښې ډېرې وې او داسې ورځې به کمې وې چې د خوست په یوه سیمه کې به د خلکو ترمنځ د کورنیو ستونزو، ځمکو او شخصي دوښمنیو له امله د نښتو او په هغه کې د مړو او ټپیانو خبر نه ورکول کېده.

خبريال: فریدالله ظاهر

Trending

Exit mobile version