تازه خبرونه
په خوست کې ۷ کسه د سړي تښتونې، قاچاق او جنایي جرمونو په تور نیول شوي
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د یکشنبې په ورځ د خوست پولیسو هغه ۷ کسان رسنیو ته وښودل، چې د سړي تښتونې، نشه یي توکود قاچاق او جنایي جرمونو په تورنیولي دي.
د خوست امنیه قومندان جنرال فیض الله غیرت وایي، په دې کسانو کې یو د سړي تښتونې، دوه د نشه یي توکو د قاچاق، دوه د قتل او دوه نور د غلا په تور نيول شوي دي.
هغه زیاتوي، د پوليسو د هڅو په پايله كې د جنايي جرمونو کچه راټیټه شوې ده.
دا په داسې حال كې ده، چې پر نشه یي توکو په ځانګړي توګه پر چرسو د روږدو کسانو شمېر ډېر شوی او لامل يې د نشه يي توكو د كاروبار او موندنې آسانتياوې ګڼل كيږي.
خبریال:فریدالله ظاهر