تازه خبرونه

په خوست کې ۹ ساعته وسلوال برید د لس بریدګرو په وژل کیدو پای ته رسیدلی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۶, ۱۳۹۹)

په خوست ولایت کې د پولیسو ځانګړیو ځواکونو پر مرکز سهارني موتر بم برید له ۵ پولیسو ژوند اخیستی او د ۱۰ ملکي وګړیو په ګډون ۳۵ نور ټپیان دي.

 کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین څرګنده کړې، چې نن سې شنبه سهار سهار مهال د خوست ولایت د ځانګړیو پولیسو مرکز ته نږدې موتر بم چاودنه او نښته رامنځته شوې ده.

نوموړي زیاته کړې، چې مرکز ته د بریدګرو د وردننه کیدو مخنیوی شوی دی.

اوس د خوست امنیتي چارواکو وروسته له ۹ ګړیو خبر ورکړ، چې برید د بریدګرو په وژل کیدو پای ته رسیدلی دی.

د خوست امنيه قومندان مل پاسوال غلام داود تره خېل ویلي؛ بريدګر لس کسان ول، چې درې کسانو یې ځانونو ته چاودنه ورکړې او اووه نور له افغان ځواکونو سره په جګړه کې ووژل شول.

 تره خېل زياتوي، چې په دې بريد کې د پوليسو د ځانګړې قطعې ۵ پولیس وژل شوي او د لس ملکي وګړی په ګډون ۲۵ نور ټپيان دي.

د خوست والي ویاند طالب منګل ویلي، چې په خوست کې د پولیسو د ځانګړي قطعې پر دیوال د موتر بم چاودنه شوې ده.

هغه زیاته کړه، چې امنیتي ځواکونو د پیښې ځای ته نږدې یو بل موتر بم  شنډ او له منځه وړی دی.

تر دې دمه د پېښې مسوولیت ته هیچا غاړه نده ایښې ا؛ خو امنیه قومندان داود یې پړه پر حقاني شبکې وراچوي، چې مشر یې د طالبانو مرستیال دی. 

Trending

Exit mobile version