تازه خبرونه
په خپلمنځي خبرو کې ځنډ د سولې نړیوالې هڅې زیانمنوي – روسیه
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په افغانستان کې د افغانانو ترمنځ د خبرو ځنډول به د سیاسي حل د موندلو لپاره د سولې نړیوالې هڅې زیانمنې کړي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخاروا یوې خبري ناستې ته ویلي، چې د بندیانو د تبادلې د بهیر په بشپړولو کې د افغان چارواکو ځنډ به د سولې لپاره د دوی غوښتنې تر پوښتنې لاندې راولي.
MFA spox #Zakharova: Any delays in launching intra-Afghan talks undermine intl efforts towards settlement in #Afghanistan and question the Afghan authorities’ desire for early restoration of peace in the country. pic.twitter.com/VXuEeVQvIT
— Russian Embassy, UK (@RussianEmbassy) August 30, 2020
میرمن زاخاروا له افغان حکومت غوښتي، چې د بندیانو تبادله بشپړه او له طالبانو سره مستقیمو خبرو ته راودانګي.
هغې ویلي: مونږ یادونه کوو، چې د افغانانو ترمنځ په خبرو اترو کې ځنډ به په افغانستان کې سیاسي حل ته د رسیدو لپاره نړیوالې هڅې زیانمنې کړي او په دې هېواد کې سولې ته د رسیدو لپاره د افغان چارواکو لیوالتیا هم زیانمنوي.
د نوموړې د څرګندونو له مخې؛ په دې وروستیو اوونیو کې د روسیې سفیرهم له یو شمېر افغان چارواکو سره لیدلي آوافغان مشران یې هڅولي، چې د افغانانو تر منځ خبرې پیل کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي د ازبکستان له چارواکو په دوه ورذځنۍ لیدنه کې ډاډ څرګند کړو ډېر ژر به د افغانانو تر منځ خبرې پیل شي.
