تازه خبرونه
په خیبر پښتونخوا کې پولیسو له ۷۰۰ زره ډېرافغان کډوال نیولي- افغان قونصل
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
په پېښور کې د افغانستان قونصل وايي،چې په خیبر پښتونخوا کې په ځانګړي ډول د افغانانو ځورول ګړندي روان دياو تراوسه پوري پولیسو له اووه سوه زره ډېرافغان کډوال نیول شوي دي.
په پیېښور کې افغان قونصل عبدالله وحید پویان ویلي؛په پاکستان کې د افغان کډوالو ځورول خپل اوج ته رسیدلي دي.یعني له دې پخوا هیڅکله دومره نه ول ځورول شوي.
د تورخم پر دروازه د پاک – افغان د سرحدي ځواکونو له جګړې وروستهداسي ورځ نه ده لیدل شوې،چې پاکستانيورسنیو په بېلابېلو نومونو د افغانانو د نیونو خبرونه نه وي خپاره کړي.
د یادونې وړ ده ، چې له دې سره هېواد ته د کډوالو د راستنیدو بهیر هم چټک شوی دی.