تازه خبرونه

په داعش ځواکونو خپل ماين چاودلی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ننګرهار د کوټ ولسوالۍ د لاغر جوی په سیمه کې د داعش پر جنګیالیو د خپل ماین چاودنه شوې. د امنیه قومندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال وايي دې وسله والو غوښتل چې نن له غرمې وروسته امنیتي ځواکونو ته ماین ځای پر ځای چې خپله پر دوی چاودلی.

هغه وايي په پېښه کې اته وسله وال وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

مشرقيوال وايي د امنیتي ځواکونو په تازه بریدونو کې هم پنځه داعشیان وژل شوي او یو شمېر سپکې او درنې وسلې ترې تر لاسه شوې دي. د یو بل خبر له مخې وسله والو طالبانو د سره رود ولسوالۍ د فتح آباد په سیمه کې د پولیسو پر کارون وسله وال برید کړی.

مشرقيوال زياتوي د ځواکونو په ځوابیه ډزو کې یو وسله وال وژل شوى او دوه نور په ټپي حال کې ژوندي نیول شوي.

هغه وايي په دې ټولو پېښو کې ملکي خلکو ته د سر او مال زیان نه دی رسېدلی.

 

 

 

Trending

Exit mobile version