تازه خبرونه

په دانګام کې جنګ سوړ شوی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د کنړ له دانګام ولسوالۍ څخه تر لاسه شوي رپوټونه وايي چې تر دوولس ورځنۍ سختې جګړې وروسته نن (د جدی ۳) جنګ یو څه سوړ شوی دی.

د ملي دفاع وزارت وايي چې دانګام ته یې کوماندو سرتیري لیږلي دي چې له کلیو څخه وسلوال طالبان په شا کړي.

د کنړ ولایت سرپرست وايي چې د دانګام له څو کلیو او جګړې له ډګر څخه څلور سوه کورنۍ اسعدآباد ته را کډه شوي دي؛ خو په وینا يې لاهم یو شمیر کورنۍ د جګړې په سیمه کې ایسارې دي.
سیمه ایز مسولین وايي وروسته له هغې چې نړیوالو ځواکونو په دانګام کې د وسلوالو مخالفینو سنګرونه بمباري کړل، جګړه یو څه سړه شوه.

دوی وايي چې وسلوالو طالبانو پنځه دیرش کورونه سوځولي دي او په ځينو کلیو کې اوس هم وسلوال طالبان حضور لري.

په ولسي جرګه کې د کنړ د خلکو استازي وايي چې وسلوال طالبان هڅه کوي چې دانګام کې دایمي مرکزونه جوړ کړي.

ویل کیږي د پاکستان د پوځ لوی درستیز راحیل شریف د افغانستان د پوځ له لوی درستیز شیرمحمد کریمي سره په کتنه کې د هغو عملیاتو ستاینه کړې چې ویل کیږي افغان ځواکونو د پاکستاني طالبانو په وړاندې کرښې ته نږدې پیل کړي دي.

Trending

Exit mobile version