تازه خبرونه
په دانګام کې یو شمیر ښځې او ماشومان لا هم په محاصره کې دي – سناتوران
د مشرانو جرګې غړي وايي، پاکستان د کنړ په دانګام د پرلپسې بریدونو له لارې غواړي په دغه ولایت کې د اورپکو لپاره پتنځایونه جوړ کړي.
دوی وايي چې پاکستان په کنړ محامخ برید کړی چې په وینا يې په دانګام کې حالات ترینګلي دي او د څه باندې یوې اوونۍ راهیسې یو شمیر ښځې او ماشومان د وسلوالو طالبانو په محاصره کې دي.
د کنړ په دانګام د وسلوالو مخالفینو له برید څخه لس ورځې تیریږي او لاهم جګړه روانه ده.
دا سناتوران افغان حکومت په لټۍ تورنوي او وايي چې په دانګام کې حالات ترینګلي دي.
د مشرانو جرګې غړي وايي چې پاکستان د کنړ په دانګام مخامخ برید کړی او غواړي چې دغه ولایت د ارپکو لپاره په خوندي ځای بدل کړي.
دوی د افغانستان، پاکستان او ناټو د ګډو پیلیدونکو عملیاتو په هکله هم نیوکه وکړه او زیاته یې کړه چې پاکستان باید په خپله خاوره کې د اورپکو او ترهګرو مرکزونه ونړوي.
له څو کلونو راهیسې پاکستاني پوځ د افغانستان په ختیځو ولایتونو د توغندیو بریدونه کوي، چې زیاتره دا توغندي په کنړ را پریوځي.