سیمه ییز خبرونه

په دايكندي ولايت كې امنيت ډاډمن دى

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د دايكندي والي وايي، د دايكندي په ولايت كې ډاډمن امنيت ټينگ دى، خو مركزي دولت او مرستندويانو په بيا رغاونه كې دا ولايت له پامه غورزولى دى.

د سيمه ييزو ارگانونو ادارې د دايكندي د پرمختيا لپاره د سې شنبې په ورځ(د لړم ۱۴) يو كنفرانس جوړ كړ، چې سكتوري وزارتونه ، مرسته كوونكي هېوادونه او ټولنې د دې ولايت له لومړيتوبونو سره سم خپل كارونه عيار كړي.

د سيمه اييزو ارگانونو د اداري رييس عبدالخالق فراهي وايي:

په اقتصادي، روغتيا يي، پوهنيزو، كرنيزو او نورو زيربنايي برخو كې دايكندي له ډېرو ستونزو سره مخ دى، خو په دې ولايت كې اداري فساد او ټيټ ظرفيتونه هغه عمده ستونزې دي، چې د پرمختگ پر وړاندې يي خنډونه را منځته كړي دي.

د دايكندي والي عبدالحق شفق وايي، دايكندي د امنيت په برخه كې هيڅ ډول ستونزه نه لري.

نوموړى زياتوي، د دې ولايت د پرمختيا لپاره تر اوسه كار نه دى شوى او خلك يي په ډېر لومړني حالت كې ژوند كوي.

دايكندي د افغانسان له هغو مركزي  ولايتونو څخه دى، چې د ولسمشر حامد كرزي د واكمنۍ په لومړيو كې له روزگان ولايت څخه بېل او د يوه ولايت په توگه ومنل شو.

Trending

Exit mobile version