تازه خبرونه
په دایکندي کې د مهاجرینو لپاره د ځمکو وېش لړۍ پیل شوه
دغه برنامه د ملي دفاع وزارت د لوی درستیز فصیح الدین فطرت، د افغانستان بانک ادارو مسوولینو، اوسپنې پټلۍ، بدني روزنې، د دایکندي ولایت د مقام، رییسانو، یو شمېر مهاجرینو او رسنیو په شتون کې پیل شوه.
په دایکندي ولایت کې د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدو کمیسیون تېره ورځ د دې ولایت د مهاجرینو او راستنو شویو لپاره د ځمکو د وېش لړۍ پیل کړه.
دغه برنامه د ملي دفاع وزارت د لوی درستیز فصیح الدین فطرت، د افغانستان بانک ادارو مسوولینو، اوسپنې پټلۍ، بدني روزنې، د دایکندي ولایت د مقام، رییسانو، یو شمېر مهاجرینو او رسنیو په شتون کې پیل شوه.
فصیح الدین فطرت ویلي: خوښ یم، چې دایکندي ته راغلی یم، د مهاجرینو ستونزې له نږدې ګورم او د دوی لپاره د ځمکو وېش لړۍ پیلوم.
هغه زیاته کړې؛ له څلور لسیزو جګړو وروسته اسلامي امارت واک ته ورسېده، جګړه یې ختمه کړه او ټول هېوادوال ډاډمن ژوند تېروي.
نوموړی وایي، چې « اسلامي امارت د یو مسوول نظام په توګه خپل ټول توان په کار اچولی، چې د مهاجرینو ستونزو ته رسېدنه وکړي او د هغوی لپاره د دایمي مېشتېدنې امکانات برابر کړي.»
د نوموړي د څرګندونو له مخې: « دا طرزالعمل له بشپړېدو وروسته د امیرالمؤمنین حفظه الله له لوري توشیح شوی او هغه مهاجرین، چې د سرپناه ستونزې لري دغه ستونزې به یې حل شي.»
د دایکندي والي نجیب الله رفیع هم مهاجرینو ته ډاډ ورکړ، چې د مشرانو له لارښوونې سره سم به ځمکې په عادلانه توګه مستحقو کسانو ته ووېشل شي.
هغه وویل: « د فخر ځای دی، چې په دې کم وخت اسلامي امارت ټولو مسایلو ته متوجه دی او د مهاجرینو ستونزې یې په اساسي توګه درک کړې دي.»
د دایکندي والي له موسسو هم وغوښتل، چې دغه پروژې په اساسي توګه جوړې کړې.
د خلکو پر استازیتوب امان الله متحد ویلي: « د دایکندي خلک له فقر، بېوسۍ او محرومیت له کبله ډېر ګاونډ هېوادونو ته مهاجر شوي دي. دا، چې اسلامي امارت دغه ولایت ته توجه وکړه او د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدو کمېسیون پلاوی دغه ولایت ته ورغی؛ ترې مننه کوم. »