تازه خبرونه

په درندو كارونو بوختو ماشومانوته بانكي حسابونه جوړيږي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په هېواد كې گڼ شمېر داسې تنكي ماشومان شته، چې د خپلې كورنۍ د اړتياوو د پوره كولو لپاره په كارونو بوخت دي.

د كابل- ننگرهار لويه لار هم له دا ډول ماشومانو تشه نه ده. دوى له سهار وختي څخه تر ماښامه هره ورځ كار كوي، چې د كورنۍ لومړنۍ اړتياوې تر يوه بريده ځواب شي.

د كار او ټولنيزو چارو شهيدانو او معلولينو وزارت وايي، ژر به هغو ماشومانو ته، چې په درندو كارونو بوخت دي، بانكي حسابونه جوړ شي.

د كار او ټولنيزو چارو وزارت وايي، د نړيوال بانك په مرسته غواړو، چې دا ډول ماشومانو ته د نغدي مرستو لپاره بانكي حسابونه رامنځته كړو.

علي افتخاري د كار او ټولنيزو چار وزارت وياند وايي، په دې كار به دا ماشومان له سختو كارونو را وگرزول شي او خپلې زدهكړې به كوي.

دوي وايي، هڅه كوي، چې د نړيوال بانك او نورو مرستندويه بنسټونو په همكاري هغو ماشومانو ته چې كورنۍ يي سرپرست نه لري، بانكي حسابونه پرانيزي او هره مياشت به دوي ته اته ويشت يورو وركړ شي.

دا ماشومان وايي، بله چاره نه لري او په همدې ماشومتوب كې كورنۍ ور په غاړې ده، چې بايد لومړنيو اړتياو ته يي په يوه ډول ځواب و موندل شي.

په دې ډله ماشومانو كې ځينې ځوانان هم شته، چې له غرونو او ليرې پرتو سيمو څخه اوسپنې او كباړ راوړي او خرڅوي يې.

دا يوازې د كابل- ننگرهار لويه لار نه ده، چې په اوږدو كې يې واړه ماشومان په سختو كارونو بوخت دي، بلكې د كابل په گډون په ډېرو نورو لويو لارو او ښارونو كې دا ډول گڼ شمېر ماشومان تر سترگو كيږي.

د كار او ټولنيزو چارو وزارت رسمي شمېرې ښيي، چې شاوخوا شپږ ميليون ماشومان او يا هم تنكي ځوانان د هېواد په گوټ گوټ كې په درندو كارونو بوخت دي.

Trending

Exit mobile version