سیمه ییز خبرونه

په دریو ولایتونو کې د جلا جلا پېښو له امله ۳۴ تنه ټپیان او وژل شوي دي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د دوشنبې ورځې په سهار ( د وري ۱۱ ) د لوګر ولایت په څرخ ولسوالۍ کې د یو ځانمرګي بريد له امله د ملي اردو یو سرتېری ووژل شو او څلور نور ټپیان شول.

د لوګر ولایت سیمه ایز چارواکی وایي، چې یوه ځانمرګي بريد کوونکي غوښتل، چې یو مسجد ته ننوځی او ځان پوري تړلو تکو ته چاودنه ورکړي، خو کله، چی د ملی اردو د سرتېرو له خوا وپېژندل شو مخکې لدې، چی ځان هدف ته ورسوي په ځان پورې تړلو توکو ته یی د ملی اردو د سرتېرو په منځ کی چاودنه ورکړه، چې په پایله کې یی د ملي اردو څلور تنه سرتېري ټپیان او یو بل ووژل شو.

وېل کیږي، چې له دوو ورځو راپدېخوا په لوګر ولایت کې د افغان ملی پوځ لخوا د امنیت د ټينګولو لپاره عملیات روان دي.

په همدې حال کې د ننګرهار د امنیی قومندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقيوال وایي:

له درې ورځو راپدېخوا د افغان ملي پوځ لخوا د امنیت د ټينګښت په موخه عملیات پېل شوي، چې په ترڅ کې یی لس تنه وسله وال مخالفین د دغه ولایت د بټي کوټ په ولسوالۍ کې وژل شوي دي.

همدارنګه په كندز كې په جلا جلا چاودنو كې پنځلس تنه ووژل شول.

د كندز د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر سيد سرور حسيني وايي،  چې د دوشنبې په ورځ ( د وري ۱۱ ) په دوو بجو د خان آباد ولسوالۍ په بوين كلي كې د غېر مسئولو وسله والو په يوه موټر د سړك د غاړې ماين چاودنه شوې، چې له امله يې څوارلس تنه وژل شوي او يو بل ټپي دى.

نوموړی زیاتوي، چې دا كسان د محمد عمر په نامه د غېر مسئولو وسله والو په يوه قوماندان پورې تړاو درلود.

بلخوا د كندز د خان آباد ولسوالۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدير د دوشنبې په ورځ ( د وري ۱۱ ) په يوه چاودنه كې ووژل شو.

د كندز د امنيې قوماندانۍ وياند وایي، په دې چاودنه كې د دغه ولسوالۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدير وژل شوى او يو بل افسر او دوه پوليس ټپيان دي.

Trending

Exit mobile version