تازه خبرونه

په دنده کې د بې پروایۍ له کبله د لغمان لسګونه پوځیان زنداني شول: لغمان والي

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۳, ۱۴۰۰)

د لغمان والي ويلي؛ د دغه ولایت شاوخوا ۱۰۰ پوځي منسوبین په دنده کې د بې پروایۍ له کبله زندان ته اچول شوي دي.

د لغمان مطبوعاتي دفتر د والي رحمت الله یارمل د څرګندونو له مخې آزادۍ راډیو ته ویلي، چې په دغو کسانو کې د ملي امنیت اوپراتیفي مرستیال په ګډون ګڼ لوړپوړي نظامي کسان شامل دي.

په لغمان کې دغه نظامي کسان په داسې حال کې زنداني کېږي، چې پدې وروستیو کې د لغمان امنیتي وضعیت د خلکو اندېښنې راپارولي.

یارمل دا هم ویلي، چې ځینې امنیتي او دفاعي ځواکونو پرته له کوم مقاومته طالبانو ته پوستې پریښې دي.

دا په تېرو دوه اوونیو کې د ولایت امنیتي  ګډوډي ښیي.

د یکشنبې پر شپه د لغمان په ځینو برخو کې د وسلوالو طالبانو له یو لړ بریدونو وروسته لوی پوځي عملیات پیل شوي دي.

د لغمان نوي امنیه قومندان لطف الله کامران ویلي، چې په دغه ولایت کې دښمن بېرته شاتګ کړی او درانده ځاني زیانون ور اوښتي دي.

امنیه قومندان دا هم څرګنده کړې، چې دوی به په هیڅ بیه دا ولایت دښمنانو ته نه پریږدي.

دغه راز وسلوالو طالبانو په یوه ویډیو کې، چې په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې؛ څرګنده کړې، چې دوی شړل شوي ندي او پرځای یې په دغه ولایت کې ۱۱ امنیتي پوستې نیولي دي.

دا خبرې له هغې وروسته راپورته کیږي، چې د دفاع وزارت لوی درستیز او چارسمبالی جنرال یاسین ضیا د یکشنبې پر ورځ دغه ولایت ته سفر وکړ، چې امنیتي وضعیت یې له نږدې وڅیړي.

دفاع وزارت د یکشنبې پر ورځ په ډاګه کړې وه، چې ضیا له لغمان څخه لیدنه کړې، چې د تروریزم پر ضد عملیاتو رهبري کړي.

د یادونې ده، چې له تېرې شپې راپدیخوا د لغمان په ځینو سیمو کې د وسلوالو طالبانو له ډله ییزو بریدونو وروسته پوځي عملیات پیل شوي دي.

Trending

Exit mobile version