ساینس او ټیکنالوژي
په دوبۍ کې الوتونکی برښنایي موټر نندارې ته وړاندې شو
د “ایکس پینګ” په نوم یوې چینايي کمپنۍ د دوشنبې پر ورځ ( د تلې ۱۸) په دوبۍ کې خپل الوتونکی برښنایي موټر نندارې ته وړاندې کړ.
اکس – ۲ نومی الوتونکی موټر دوه کسیزه دی، چې ۵ متره اوږدوالی، ۴ اعشاریه ۷۸ متره پلنوالی او یو اعشاریه ۳۶ متره لوړوالی لري.
دا موټر شاوخوا ۵۶۰ کیلوګرامه وزن لري، چې د پورته کولو هغه یې ۷۶۰ کیلوګرامه دی.
اکس ـ ۲ کولی شي ۱۰۰۰ کیلو متره ارتفاع واخلي او د بترۍ له بشپړ چارج سره کولی شي ۱۳۰ کیلومتره په یو ساعت کې ۳۵ دقیقې سفر وکړي.
سربېره پردې دغه شرکت په ډاګه کړې، چې دا موټر به په ۲۰۲۴ کې بازار ته وړاندې شي او بیعه به یې له ۱۵۶ دالرو څخه لږ وي.
د دې موتر ازموینه په تش کابین کې تر سره شسوه؛ خو ایکس پینګ شرکت ادعا کوي، چې له دې مخکې یې د ۲۰۲۱ کال په جون میاشت کې له یوه مسافر سره یې هم الوتنه کړې وه.
د الوتکو او چورلکو پر پرتله دا الوتونکی موټر د مسافرینو لپاره د چټک شخصي سفر وړتیا هم شونې کوي.
