تازه خبرونه
په دوبۍ کې د افغانستان د ۵۰۰۰ قیراطي یاقوت مخکتنه وشوه
د دوبۍ په یوه ځانګړي نندارتون کې د افغانستان یو نه لیدل شوی ۵۰۰۰ قیراطي یاقوت نندارې ته وړاندې شو.
د نشنل نیوز د څرګندونو له مخې؛ دا یاقوت شاوخوا یو کیلو ګرامه وزن لري، چې د لاس د خپړې پرکچه لوی او زړه راکښونکی ارغواني رنګ لري.
دا یاقوت د ایران او افغانستان د پولې د حیدرآباد د اړوند سیمې په یوه کلي کې موندل شوی او مالک یې وايي؛ هیله ده دا ناڅاپه موندنه به د هغه کلي د اوسیدونکیو بخت بدل کړي، چې ښوونځي، روغتون او حتا برښنا ته لاسرسی نلري.
ویل کېږي، چې په بازار کې د دغې بې اسناده ډبرې ارزښت شاوخوا لس میلیون دالره دی.
د هند د راجستان ایالت د جیپور ښار د جواهراتو د کتونکې آزاد رخستي نړیوال لابراتوار د دې یاقوت وزن او کیفیت تائید کړی او څرګندوي، چې تر دې دمه یې په دې کچه ( ۵۰۱۰ قیراطه) یاقوت لیدلی ندی.
