تازه خبرونه

په دوحه کې د افغانستان د سولې په اړه درې وځنۍ ناسته پیل شوه

Published

on

نن سې شنبه د روان ۱۴۰۰ لمریز هجري د زمري ۱۹ په  دوحه کې د حکومت، طالبانو، امریکا او ځینو نورو هېوادونو په ګډون د افغانستان د سولې درې ورځنۍ ناسته پیل شوه.

په دې ناسته کې د ملګرو ملتونو، امریکا، قطر، انګلستان، اروپایي ټولنې، چین، ازبکستان او پاکستان ځانګړیو استازیو ګډون کړی دی.

د حکومت له لوري په دې ناسته کې د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله، د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید سعادت منصور نادري او د حکومت د مرکچي پلاوي مشر محمد معصوم ستانکزي ګډون کړی دی.

د ملي پخلاینې عالي شورا ویاند فریدون خوځون څرګنده کړې: د افغانستان پلاوي په دې ناسته کې د تاوتریخوالي پر کمولو او د سولې خبرو د چټک بهیر اړتیا په ډاګه کړې.  

نوموړي ویلي؛ له دې ناستې وروسته ټاکل شوې، چې د روسیې، چین، امریکا او پاکستان په ګدون د ترویکا پراختیایي ناسته تر سره شي او بیا به د ښکېلو لوریو لیدلو ته چمتووالی ونیول شي.

د آلمان د بهرنیو چارو وزارت ویانده ماریا ادبهر څرګندوي: مونږ غواړو د سولې خبرې په قطر کې روانې وساتو او مونږ په ځلونو ویلي، چې د پوځي لارې په واک و ځواک کې بدلون د منلو ندی. د افغانستان لپاره تلپاتې سوله ییزه لار خپلمنځي خبرې دي او همدا علت دی، چې ټول لوري به له ډیپلوماټیکو فشارونو کار واخلي.  

دغه راز د امریکا بهرنیو چارو وزارت څرګنده کړې، چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد دوحې ته تللی، چې له طالبانو سره پر ښارونو د بریدونو د ودرېدو په اړه خبرې وکړي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي خبرداری ورکړی، چې که طالبان خپل بریدونه ونه دروي؛ له ملي پاڅون سره به مخ  او دی به هم له پاڅونوالو ملاتړ ته ودريږي.

پخوانی ولسمشر حامد کرزی وایي: د ترهګرو پر وړاندې د مبارزې پر پلمه د امریکا پوځي شتون ملکي وګړیو او بېخبناوو ته ستر کړاوګرزېدلی دی. د امریکا شتون د سولې لپاره نه و او د افغانستان او پاکستان د ښو اړیکو د رامنځته کولو د شونتیا زیری هم نلري.   

طالبانو د روان زېږدیز کال له می میاشتې راوروسته خپلې پوځي هڅې پراخې کړې؛ یو شمېر ولسوالۍ یې ونیولې او د افغانستان د لویو ښارونو د نیولو لپاره یې هڅې چتکې کړي، چې ورسره جګړې زور اخیستی او خلک د کورونو پرېښودو ته هم اړشوي دي.

Trending

Exit mobile version