تازه خبرونه

په دوحه کې د افغانستان د هوايي ډګرونو پر مدیریت خبرې پیل شوې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۵, ۱۴۰۱)

د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د چارسمبالي مولوي امیرخان متقي پر مشرۍ یو پلاوی دوحې ته تللی، چې د هوايي ډګرونو د مدیریت د پلان په ګډون پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړي.

د اسلامي امارت د قطر د دفتر ویاند محمد نعیم وردګ ټوبټ کړی، چې مولوي متقي او د قطر د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني تېره ورځ په دوحه کې وکتل.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ دواړو لوریو د افغانستان د هوايي ډګرونو د مديريت په اړه پر خبرو سربېره پر سياسي او اقتصادي مسايلو هم بحث وکړ.

نعیم وردګ په ډاګه کړې، چې تر اوسه دواړو لوریو پدې اړه کومه هوکړه نده کړې.

په دې کتنه کې پر دې خبرې وشوې، چې د افغانستان، قطر او ترکیې ګډ تخنیکي ټیمونه به په ګډه د کابل د هوايي ډګر د مدیریت په اړه کار وکړي.

په همدې حال کې د اقتصادي کمیسیون په وروستۍ غونډه کې متقي ته دنده سپارل شوې، چې قطر ته د کابل د هوايي ډګر د مدیریت په اړه د موافقې لپاره یوه ضرب الاجل وټاکي.

Trending

Exit mobile version