تازه خبرونه

په دوحه کې د ا.ا.ا او واشنګټن تر منځ د اړیکو د نوي څپرکي پر پرانستې خبرې وشوې

Published

on

(Last Updated On: تله ۱۸, ۱۴۰۰)

د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي ويلي، چې د ا.ا او واشنګټن تر منځ په دوه ورځني بحث او خبرو کې د اړیکو د نوي څپرکي پر پرانیستل کیدو بحث او خبرې وشوې.

د قطر په پلازمېنه دوحه کې د اسلامي امارت او امریکایي پلاویو په دوه ورځنۍ ناسته کې د اړیکو د نوي څپرکي د پرانستې په اړه دوه اړخیزې خبرې کړي دي.

د بهرنیو چارو وزار ت چارسمبالي ویلي: په خبرو کې پر بشري مرستو او د دوحې د هوکړې پر عملي کیدو خبرې وشوې.

افغان پلاوي له امریکايي پلاوي وغوښتل، چې د امریکا لخوا کنګل شوې پانګې خلاصه او اجازه ورکړي، چې افغانستان ترې ګټه پورته کړي.

د اسلامي امارت ویاند ويلي، چې له امریکايي پلاوي سره د دوی د استازیو خبرې له نړۍ سره د روابطو په جوړولو کې مرسته کوي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد وایي، چې په دې لیدو کاتو کې پر سیاسي مسایلو سربېره اړو کسانو ته د مرستو پر رسولو هم خبرې شوې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې: امریکا مونږ ته اړینه ده او مونږ پوهیږو، چې په نړیوالو اړیکو کې د امریکا پرېکړه او اند مهم دی؛ خو امریکا باید خپله جنګي سټراټیژې د افغانستان په اړه نوې کړي او هغه سیاست ته راوګرزي، چې تعامل ته په کې اړتیا لیدل کیږي. مونږ له امریکا سره حسنه او ښې اړیکې غواړو.

باخبرې سرچینې هم وایي، چې په دې لیدو کاتو کې د اسلامي امارت پلاوي له امریکايي پلاوي غوښتي، چې اسلامي امارت د نړۍ لخوا پر رسمیت وپېژندل شي.

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي، چې په دې خبرو کې د نړۍ لخوا د اسلامي امارت پر رسمیت پېژندلو هم خبرې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت پلاوي له قطري چارواکو سره هم لیدلي او پر دوه اړخیزو اقتصادي موضوعاتو یې خبرې کړي دي. تر اوسه کوم هېواد د افغانستان اسلامي امارت پر رسمیت نه دی پېژندلی؛ خو ځينې هېوادونه له اسلامي امارت سره نږدې او دوستانه اړیکې پالي.

Trending

Exit mobile version