تازه خبرونه
په دوحه کې پر پیلیزې او کړنلارې هوکړې، اجندا ته زمینه برابره کړه
د افغانستان د حکومت او طالبانو د سولې خپلمنځي خبرو ډلو د چارشنبې پر ورځ( د لیندۍ ۱۲) په ډاګه کړه، چې دوی دواړو خواوو د سولې خپلمنځي خبرو اترو د پیل لپاره پر پیلیزې او کړنلارې هوکړه وروستۍ کړې او پر اجندا به بحث پیل شي.
د حکومتي پلاوي د خبرو ویاند نادر نادري او د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وردګ د چارشنبې پر ماښام همهاله په دې اړه ورته څرګندونې خپرې کړې دي.
دواړه ډلو ټویټ کړی، چې د افغانستان د سولې خبرو اترو کړنلار وروستۍ شوې او سر له ننه به پر اجنډا خبرې پیل شي.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د افغانستان د سولې په بهیر کې له دې بریا هرکلی کوي او دا یې یو ” اړین پړاو” دی.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په دوحه کې د سولې خپلمنځي خبرو د کړنلارې له وروستي کېدو هرکلی کړی او څرګندوي: مونږ به د خبرو په لړ کې له ټولو لوریو سره د اورکم او اوربند لپاره بشپړ کار وکړو.
نوموړي زیاته کړې؛ دا هوکړه ښیي، چې خبرې کوونکې خواوې کولی شي پر سختو مسلو هوکړه وکړي.
خلیلزاد زیاته کړې؛ د افغانستان خلک اوس د سیاسي لارې د چټکې پرمختګ او اوربند تمه لري. مونږ د دوی پر غوښتنو پوهیږو او له هغو ملاتړ کوو.
دا په داسې حال کې ده، چې په ناټو کې د امریکا استازې کې بیلي هاچیسون ویلي؛ طالبان د فبرورۍ هوکړې ته، چې له واشنګټن سره لاسلیک شوې ولاړ ندي.