سیمه ییز خبرونه
په دولتي او شخصي ځمكو كې د ناقانونه ښارګوټو د جوړونې هڅې زياتې شوې دي
د ښار جوړونې وزارت چار واكي وايي، چې په كابل او ولايتونو كې له سلو د زياتو ناقانونه ښارګوټو د جوړونې كارونه ځنډولي دي.
په داسې حال كې، چې په كابل او ولايتونو كې د ښارګوټو جوړونه په لويه تجارتي بوختيا بدله شوې، خو د ښار جوړونې وزارت مرستيال محمد اكبر احمدي وايي:
د دوى د يو كلنې ارزونې له مخې له سلو د ډېرو ښارګوټو چارې ناقانونه دي.
نوموړی همدارنګه وايي، چې د دغو ټولو ناقانونه ښارګوټو چارې يې درولي او يو شمېر كسان يې عدلي ارګانونو ته معرفي كړي دي.
د هغه په وېنا زياتره ښارګوټي د پېسو د سپما له كبله په غېر معياري ډول جوړېږي، چې له يوې خوا خطرناك او له بلې خوا هېڅ ډول ښاري خدمتونو ته پكې پام نه كېږي.
په داسې حال كې، چې په كابل او ولايتونو كې نږدې يو سلو اتيا ښارګوټي پېل شوي، خو مسئولين وايي، چې د دوى د كلكې څارنې په پاېله كې له سلو د زياتو ناقانونه ښارګوټو چارې ځنډول شوې دي.
د ښار جوړونې وزارت مسئولين زیاتوي، چې له هغو ښارګوټو سره به تخنيكي او مالي همكاري پېل كړي، چې د جوړونې قانوني پړاوونه يې وهلي وي.
د شخصي او دولتي ځمكو غصب او د ناقانونه ښارګوټو مسئله نوې نده، د افغانستان د ولسي جرګې د معلوماتو له مخې په تېرو دوولسو كلونو كې په كابل او ولايتونو كې كابو يو نيم ميليون جريبه ځمكه د زورواكو لخوا غصب شوې ده.
په ولسي جرګه كې د حكومت د اعمالو د څارنې كميسيون ويلي، چې دا غصب شوې ځمكه نږدې اووه ميليارده ډالره ارزښت لري او د هغو كسانو له خوا غصب شوې، چې د لوړ پوړو دولتي چارواكو له ملاتړه برخمن دي.