روغتيا

په دولتي روغتونونو کې د اصلاحاتو رامنځته کولو طرحه وارزول شوه

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۲۱, ۱۴۰۱)

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ ناسته کې د هېواد د روغتیایي وضعیت د ښه والي او د دولتي روغتونونو د اصلاحاتو طرحه وارزول شوه.

د عامې روغتیا وزیر داکتر قلندر عباد په روغتونونو کې د اصلاحاتو راوستلو د اړتیا او د هېواد په کچه د روغتیايي وضعیت د ښه والي، د تجربه لرونکیو مختصصینو د استخدام، په متوازن ډول د هېواد ټولو سیمو ته د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو او د روغتیایي خدمتونو پر وړاندې د موجوده ستونزو په اړه هراړخیر معلومات وړاندې کړل.

دغه راز په دې ناسته کې د روغتیایي مرکزونو د اصلاحاتو، د جمهوریت روغتون د ریفورم، د زرقي محلولونو او ابن سینا د درملو تولیدي شرکت د فعالولو طرحې وارزول شوې او د کورنیو تولیداتو پر ملاتړ، د زرقي محلولونو له اړخه د هېواد پر ځان بسیا کولو، درملو ته د خلکو د لاسرسي ډاډ او د روغتیایي پرسونل پر ظرفیت لوړولو ټینګار وشو.

د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په روغتیایي مرکزونو کې د متخصصینو د جذب، د ابن سینا د درملو تولیدي شرکت د فعالولو، د مسوولو ډلو د رامنځته کولو او د جمهوریت دولتي روغتون معیاري کولو د طرحې برابرولو په اړه ډاډمنې پرېکړې وکړې.

Trending

Exit mobile version