نړۍ
په دومینیکن جمهوریت کې له اورښتونو لږ تر لږه ۲۱ کسان مړه او زرګونه نور بې ځایه شوي
د یکشنبې پر ورځ رویترز د دومینیکن جمهوریت د چارواکو د څرګندونو له مخې څرګنده کړې، چې تېره ورځ په دغه هېواد کې د سختو اورښتونو له کبله لږ تر لږه ۲۱ کسان مړه شوي او زرګونه نور بې ځایه دي.
د یاد جمهوریت د بېړنیو عملیاتو مرکز (COE) د یکشنبې پر ماسپښین په یوه راپور کې ویلي، چې د کارائیب د دې هېواد له ۱۳۰۰۰ ډېر خلک د سختو اورښتونو له کبله، چې کورونه یې سیلابونو لاندې کړي؛ د برښنا بندیدو او د پلونو او سړکونو د زیانمنېدو له کبله خوندي سیمو ته کډه شوي دي.
یاد مرکز زیاته کړې، چې په ټوله کې ۲۱ کسانو خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړی دی.
د ملي پولیسو د څرګندونو له مخې: د توپان په قربانیانو کې د شنبې پر ورځ له هغې وروسته نهه کسان مړه شول، چې د اورښتونو له کبله د لویې لارې د تونل دیوال یې موتر لاندې کړ.
د ټولنیزو رسنیو د ویدیوګانې ښیي؛ د اوبو له ډېرېدو سره موترونه لاهو کیږي او د ودانیو لاندیني پوړونه اوبه لاندې کوي.
د بېړنیو عملیاتو مرکز ویلي، چې له ۲۵۰۰ څخه ډېر کسان د ژغورونکیو ادارو لخوا ژغورل شوي او له ۲۶۰۰ ډېر کورونه توپان اغېزمن کړي دي.
د دې ادارې د راپور له مخې، د یکشنبې تر ماسپښین پورې د خلکو پېنځه څلوېښت ډلې له اړیکو بې برخې پاتې وې.