لوبی
په دوهیمه شل اوریزه لوبه کې عربي متحده اماراتو افغانستان ته د ۱۱ منډو پر توپیر ماتې ورکړه
(Last Updated On: مرغومی ۱۱, ۱۴۰۲)
عربي متحده اماراتو د یکشنبې پر ورځ افغانستان ته په دوهیمه شل اوریزه لوبه کې د ۱۱ منډو پر توپیر ماتې ورکړه او د دریو لوبو لړۍ یې ۱-۱ مساوي کړه.
عربي متحده اماراتو د شارجې په کرکټ لوبغالي کې د پچې له ګټلو وروسته لومړی توپوهنه وکړه، چې د اووه ویکټو پر له لاسه ورکولو یې ۱۶۶ منډې جوړې کړې. آرین لکرا او لوبډلمشر محمد واسع پنځوسیزې جوړې کړې.
په ځواب کې افغانستان په ۱۹.۵ اورونو کې د ټولو لوبغاړو پر سوځېدو ۱۵۵ منډې ترسره کړې.
محمد نبي او حضرت الله ځاځي پر ۲۷ توپونو ۴۷ او ۳۶ منډې جوړې کړې.
د اماراتو له لوري علي نصیر او محمد جواد الله په توپاچونه کې څلور څلور لوبغاړي وسوځول او علي د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.
درېیمه او وروستۍ شل اوریزه لوبه به د دواړو لوبډلو تر منځه سبا سې شنبې ترسره شي.