تازه خبرونه

په دوه يم پړاو ټاكنو كې به رسنيو ته ډېره جدي پاملرنه وشي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د ټاكنو خپلواك كميسيون د رسنيو دفتر خبردارى وركوي، چې په دوه يم پړاو ټاكنو كې د رسنيو سرغړونو ته به ډېره جدي پاملرنه وشي.
د ټاكنو خپلواك كميسيون د رسنيو د دفتر رييسه فريده نيكزاد وايي، په دوه يم پړاو ټاكنو كې د رسنيو د څار مسئله جدي نيول كيږي.
نوموړې زياتوي، دا ځل بايد رسنۍ توازن په پام كې ونه نيسي.
دغه كميسيون وايي، په لومړۍ پړاو ټاكنو كې جريمه شوې رسنۍ كه خپله جريمه د دې اوونۍ تر پايه تحويل نه كړي د فعاليت جواز به يې په موقت ډول ترينه واخيستل شيي.
آغلې نيكزاد د رسنيو له مسوولينو غواړي، چې په سياسي او خبري خپرونو كې هغه كسان ميلمانه كړي، چې د هېواد سياسي او روان حالات ورته ښه معلوم وي.
د دغه كميسيون د معلوماتو له مخې د ولسمشرۍ په لومړي پړاو ټاكنو كې د څوارلس جريمه شويو تصويري او غږيزو رسنيو څخه يوازې څلورو خپله جريمه تحويل كړې ده.

Trending

Exit mobile version