1393ټاكنې

په دوه یم پړاو ټاكنو کې باید له درغلیو ډډه وشي -اروپایی ټولنه

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د افغانستان له انتخاباتو څخه د اروپایي ټولنې څارونکى پلاوی وایي، چې په دوه یم دور انتخاباتو کې ټولې ښکېلې خواوې باید د انتخاباتو شفافیت ته ډېر پام وکړي.

د دې پلاوي مشر تیجز برمن د پنجشنبې په ورځ(د غبرگولي۲۲) په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې د افغانستان خلک باید پریښودل شي، چې په خپله خوښه رایه ورکړي.

ده څرگنده کړه، چې د نورو زرگونه څارونکيو ترڅنگ به مونږ هم د افغانستان د انتخاباتو دوه یم پړاو په جدي توگه وڅارو.

د افغانستان له انتخاباتو څخه د اروپایي ټولنې څارونکي پلاوي د جمهوري ریاست په دوه یم پړاو ټاكنو کې پر ټولو ښکېلو خواوو غږ کوي، چې له تاوتریخوالي ډډه او د شفافو او عادلانه انتخاباتو لپاره جدي کار وکړي.

Trending

Exit mobile version