سیمه ییز خبرونه
په رابعه بلخي روغتون كې د بيات بنياد مسوولينو ناروغانو ته نغدي مرستي ووېشلې
د بيات بنياد مشرې ميرمن فاطمه ليا بيات د رابعه بلخي روغتون له ناروغانو څخه ليد نه وكړه او پر بستر ناروغانو يې نغدي مرستي وويشلې.
د عامې روغتيا وزارت مسوولينو د بيات بنياد له دې مرستو مننه وكړه او د دې لړۍ پر د وام يې ټينگا ر وكړ.
د رابعه بلخي رغتون د كابل ښار يو له هغه روغتونونو څخه دى، چي د نسايي ولادي ناروغيو درملنه كوي.
د بيات بنياد مشرې ميرمن فاطمه ليا بيات له ناروغانو سره د نغدي مرستې ترڅنگ د دوى ستونزې هم واورېدې او وايي په دې برخه كې به همكاري وكړي.
د كابل ولايت د عامي روغتيا رييس داكتر كبير اميري وايي، چې:
د بيات بنياد يو له هغو خصوصي خيريه بنسټونو څخه دى، چې د مور او ماشوم د ژوند ژغورنې په اړه يې په بېلا بېلو ولايتونو كې روغتونونه جوړ كړي او وخت نا وخت يې په روغتونو نو كي د ناروغانو د پو ښتنې تر څنگ ورسره نغدي مرستي هم كړې دي.
د دغه روغتون رييسې داكتر مسعودې هم د ميرمن بيات له مرستو مننه وكړه او وايي:
د بيات بنياد د مسوولينو لخوا له دې وړاندې هم مرستې شوې دي
هغې له بيات بنياد څخه وغو ښتل، چي د روغتون د ستونزو په حل كې دې هم مرسته وكړي.
د روغتون مرسته شوي ناروغان د بيات بنياد له دغو مرستو مننه وكړه.
بيات بنياد له دې وړاندې هم له دغه روغتون سره څو، څو ځله مرستې كړي او د هېواد په بېلابېلو سيمو كې يې د موراو ماشوم د روغتيا روغتونه جوړ كړي دي.
