سیمه ییز خبرونه
په راتلونكيو ټاكنو كې به د تېرو ټاكنو په پرتله لږه درغلي وشي- يان كوبيش
د افغانستان لپاره د ملگرو ملتونو د سازمان ځانگړي استازى يان كوبيش د چارشنبې په ورځ(دلړم۸) په مزارشريف ښار كې د دې سازمان د څانگې د دوه يم ځل پرانيستو پرمهال د بلخ له والي عطامحمد نور سره په يوه گډه خبري ناسته كې د راتلونكيو تاكنو په اړه خبرې وكړې.
يان كوبيش وويل:
په دې ټاكنو كې به د تېرو ولسمشريزو ټاكنو په پرتله لږه درغلي وشي.
هغه، چې مزار شريف ښار ته د ملگرو ملتونو د سازمان د څانگې د بيا پرانيستو لپاره تلى، په افغانستان كې يې له دې هېواد سره د نړيوالې ټولنې د مرستو د راجلبولو لپاره د ملگروملتونو پر حضور او د دايمي همكاريو پر دوام ټينگار وكړ.
د افغانستان لپاره د ملگرو ملتونو ځانگړى استازى یان کوبیش وايي:
له افغانستان سره به زمونږ ژمنې اوږد مهاله وي. زمونږ اصلي موخه د افغانستان خلكو ته گټه رسول او دې هېواد ته د بهرنيو مرستو را جلبول دي.
د بلخ والي عطامحمد نور د رڼو ټاكنو لپاره د ملگرو ملتونو رول مهم بولي.
هغه د كابل او واشنگټن ترمنځ امنيتي هوكړه ليك د هېواد په گټه بولي او ټينگار كوي، چې بايد ژر لاسليك شي.
د بلخ والي په داسې حال كې د كابل او واشنگټن تر منځ د امنيتي هوكړه ليك پر ژر لاسليكولو ټينگار كوي، چې ولسمشر حامد كرزي د دې تړون د ژر لاسليك كولو لپاره بيړه رد كړې او ټينگار يې كړې ، چې دا تړون به هغه مهال لاسليك شي، چې د افغانستان غوښتنې او شرطونه د امريكا له خوا ومنل شي.