سیمه ییز خبرونه
په راتلونكيو ټاكنو كې ۷۶ سلنه كسان برخه اخلي
د دموكراسۍ نړيواله موسسه وايي، چې ۷۶ سلنه كسانو په راتلونكيو ټاكنو كې گډون ته چمتو والى ښودلى دى.
دغه نظر پوښتنه د مدني پوهاوي او ټاکنو په اړه د ديموکراسۍ نړیوالې موسسې د کابل پوهنتون د پالیسۍ څېړنې ملی مرکز په همکاری د هېواد د ۲۰۸ ولسواليو په ۳۹۹ سیمو کي له نږدې څلور زره کسانو څخه تر لاسه كړې ده.
د دیمو کراسۍ د نړيوالې موسسې د څېړنو آمر محمد صدیق برکي وايي، چې:
د پوښتل شويو كسانو له ډلې ۴۶ سلنه كسانو د هېواد په کچه ناامني ستره ستونزه یاده کړې او يو زيات شمېر نورو له اقتصادي ستونزو او وزگارتيا سرټكولى دى.
شوې نظر پوښتنې په ډاگه كړې، چې په سلو کې ۴۷ كسان له وسلوالو مخالفینو سره د خبرو ملاتړ کوي او په سلو کي ۱۶ په دې اړه څه نه وايي.
نوموړى وايي، چې د پوښتل شويو له ډلې ۷۲ سلنه كسانو تر ۲۰۱۴م كال پورې له افغانستان څخه د بهرنيو ځواكونو له وتلو ملاتړ كړى او ۸۳ سلنه كسانو د غيرقانوني وسله والو ډلو له نوماندانو سره مخالفت ښودلى، خو ۷۶ سلنه پوښتل شوي كسان په راتلونكيو ټاكنو كې برخه اخلي.
د کابل پوهنتون د پالیسۍ څېړنې ملي مرکز غړى بریالی حکیمي وايي، چې په دې نظرپوښتنه كې، چې د هېواد په ليرې پرتو سيمو كې شوې په هېواد كې ۱۲ نورو پوهنتونو هم ورسره همكاري كړې ده.
ښاغلى بريالى حكيمي وايي، پوښتل شويو كسانو دغه راز د سياسي گوندونو په پياوړتيا او ټاكنو كې د مدني بنسټونو د څارنې پر پراختيا ټينگار كړى دى.
د افغانستان د رڼو او شفافو ټاکنو بنسټ دا څېړنه مهمه گڼي او وايي، چې:
د دې څېړنې له مخې به نور بنسټونه هم د خلکو ستونزې په پام کي ونيسي، چې خلک له كومې ستونزې پرته په ټاکنو کي ونده واخلي.
د دغه بنسټ رييس نعيم ايوب زى له افغان دولت څخه غواړي، چې د ټاکنو د امنیت په موخه لازم عملي پلان په پام كې ونيسي؛ ځكه، چې رڼو ټاكنو ته امنيت ترټولو مهم دى.