سیمه ییز خبرونه

په راتلونکي پسرلي كې به د جگړې مشري افغان ځواکونه کوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

امريكا ته د افغان ولسمشر د سفر په لړ كې ولسمشر حامد كرزى له خپل امريكايي سيال بارك اوباما سره هوكړې ته رسېدلى، چې په را روان پسرلي كې به په افغانستان كې د امريكايي سرتېرو جنگي رول پر ملاتړي بدل شي.

افغان ولسمشر حامد كرزى له خپل امريكايي سيال بارك اوباما سره په دې  سلا شوى، چې  په راتلونکي پسرلي كې به  د جگړې مشري افغان ځواکونه کوي.

په سپینې ماڼۍ کې له خبرو وروسته ولسمشر اوباما وویل:

دواړه سره سلا شوي، چې ناټو به له راتلونکي پسرلي نه له افغان ځواکونو سره مرستندوېه رول ولري.

تر دې وړاندې د شیکاگو په غونډه کې موافقه شوې وه، چې په ټول افغانستان کې به د امنیتي چارو واگي تر راتلونکي دوبي پورې افغان ځواکونو ته سپارل کېږي، خو اوس د نوې موافقې له مخې دا چاره په راتلونکي پسرلي کې ترسره کېږي.

د امريكا ولسمشر بارك اوباما زياته كړه، چې په دې پسرلي کې به افغانان په ټول هېواد کې په رهبرۍ کې وي. د دې معنى دا نه ده، چې د امريکايي ځواکونو په گډون به ائتلافي ځواکونه نوره جگړه نه کوي. دوى به له افغان پوځيانو سره په گډه جگړه کوي. په دې معنى، چې که څه هم افغانان به رهبري اخلي، زموږ حضور او د کار بڼه به بدله وي، موږ به د روزنې، مرستې او سلا مشورې رول لرو.

ولسمشر حامد كرزي نويو پرمختگونو ته په اشارې وويل:

په راروان پسرلي كې به د افغانستان له كليو څخه بهرني سرتېري خپلو مركزونو ته را ووځي.

هغه په قطر كې د وسله والو طالبانو لپاره د دفتر د پرانيستي په اړوند د بارك اوباما له موافقې هم يادونه وكړه.

افغان ولسمشر حامد كرزى زياته كړه، چې موږ د قطر  په دوحه کې طالبانو ته د دفتر پر پرانيستلو سره سلا شوو. له دغه دفتر نه به طالبان د افغانستان د سولې د عالي شورا له استازو سره مخامخ خبرې كوي. موږ به په دې خبرو کې د پاکستان په گډون د سیمې د هېوادونو مرسته هم وغواړو او له امریکا او خپلو نورو متحدینو سره به خپل ټول وس وکړو، چې څومره ژر، چې کېدای شي په افغانستان کې سوله او ثبات ټینگ شي.

د امريکا ولسمشر ونه ويل، چې تر ٢٠١٤م کال وروسته به څو امريکايي پوځيان په افغانستان کې پاتې وي.

خو ويې ويل، چې له ولسمشر کرزي سره يې په خبرو کې تر ٢٠١٤م کال وروسته په افغانستان کې د امريکا د ”ممکنه” حضور مسئله هم شامله وه.

بارک اوباما وويل، که چېرې د افغانستان محاکم امريکايي پوځيانو ته د دوه اړخيز امنيتي تړون له مخې قضايي خونديتوب ورنه کړي، امريکا به تر ٢٠١٤م کال وروسته په افغانستان کې کوم سرتېرى ونه لري، پر دې امنيتي تړون د واشنگټن او کابل له خوا بحثونه روان دي.

له واشنگټن څخه په ځينو راپورونو کې ويل شوي، چې اوباما پر دې غور کوي څو تر ٢٠١٤م کال وروسته له شپږو زرو تر پنځلسو زرو پورې امريکايي پوځيان په افغانستان کې پاتې شي، چې افغان امنيتي ځواکونه وروزي او مرسته يې وکړي.

ولسمشر کرزي په ۲۰۱۴ کال کې د آزادو، عادلانه او ډموکراټیکو ټاکنو د ترسره کولو په اړه د افغان حکومت طرحه وړاندې کړه، چې اوباما يې هرکلی وکړ او ټینگار یې وکړ، چې د امریکا د متحده ایالتونو رول په دې ټاکنو کې له هېڅ یو ځانگړي كانديد څخه ملاتړ نه بلکې د عادلانه او رڼو ټاکنو له ترسره کېدو څخه ملاتړ وي.

Trending

Exit mobile version