تازه خبرونه
په راتلونکي ژمي کې د افغانستان ۱۶ میلیون وګړي مرستو ته اړتیا لري – اوچا
د یکشنبې پر ورځ ( د تلې اتمه ) د ملګرو ملتونو دغې ادارې په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې د راتلونکي ژمي لپاره ۱۵ اعشاریه ۸ میلیون خلک د خوراکي توکو او معیشت په برخه کې مرستو ته اړتیا لري.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ اداره (اوچا) وايي؛ په راتلونکي ژمي کې د افغانستان له اړو کسانو سره د مرستې لپاره ۵۰۰ میلیون ډالرو ته اړتیا لري.
د یکشنبې پر ورځ ( د تلې اتمه ) د ملګرو ملتونو دغې ادارې په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې د راتلونکي ژمي لپاره ۱۵ اعشاریه ۸ میلیون خلک د خوراکي توکو او معیشت په برخه کې مرستو ته اړتیا لري.
اوچا د راتلونکي ژمي خطرونو ته په نغوته کې ويلي، چې د دې ترڅنګ اړمن د سرپناه او ژمنيو جامو په برابرولو کې هم مرستې ته اړتيا لري.
د اوچا د څرګندونو له مخې، دغه مرستې به په راتلونکیو درې مياشتو کې وسپارل شي.
د ملګرو ملتونو د بشردوستانه چارو د همغږۍ دفتر د روان کال په پیل کې اعلان وکړ، چې د افغانستان ۲۳ اعشاریه ۷ میلیون خلک بشري مرستو ته اړتیا لري او اوسمهال د بودجې له ۲ اعشاریه ۳ میلیارډ کسر سره مخ دی.
دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو څو مياشتو کې طبيعي پېښو په ځانګړي توګه سختو اورښتونو او ويجاړوونکي سېلابونو د افغانستان د خلکو اړتياوې زياتې کړې دي.
