تازه خبرونه
په راتلونکیو ورځو کې به د ډیپلوماسۍ نور ښه پرمختګونه ولرو- متقي
امیرخان متقي، چې د استانبول په قونسلګرۍ کې افغان ډیپلوماټانو ته ویلي، چې اسلامي امارت له څه وخت راپدېخوا د ډيپلوماسۍ په ډګر کې سترې لاسته راوړنې لرلي او په راتلونکیو ورځو کې به د ډيپلوماسۍ په ډګر کې ډېر نور پرمختګونه ولرو.
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیر خان متقي د ترکیې په استانبول ښار کې د افغانستان له قونسلګرۍ څخه د لیدنې پر مهال ډیپلوماټانو ته د نورو ډېرو پرمختګونو د رامنځته کېدو ډاډ څرګند کړ.
امیر خان متقي د خبرو پر مهال دا هم ویلي: په دې وروستیو کې متحده عربي اماراتو زمونږ سفیر منلی، ګاونډ هېواد ازبکستان مو سفیر ومانه، ترکمنستان او قزاقستان مو چارسمبالي سفیران منلي او نور هېوادونه هم شته، چې ان شاالله په راتلونکیو ورځو کې به ښه پرمختګونه ووینو.
د بهرنيو چارو وزارت چارسمبالي ويلي؛ افغانان د فقر او بېکارۍ له کبله له هېواده وځي، چې باید له دوی سره چلند ښه او ستونزې یې په سمه توګه حل شي.
هغه زیاته کړې: استانبول د اروپا دروازه ده: مونږ پخوانیو ډیپلوماټانو ته درې کاله وخت ورکړ، چې له مرکز سره اړیکې ونیسي او خلکو ته خدمت وکړي؛ خو په خواشینۍ، چې یو شمېر یې حاضر نشول او مونږ اړ شوو، چې د ځینو سفارتونو او قونسلګریو اسناد بې اعتباره اعلان کړو.
امیر خان متقي وایي، چې په هېواد کې پر سترو پروژو کار روان دی؛ د سیمې له هېوادونو سره هېڅ ډول ننګونې نشته او د افغانۍ ارزښت ساتل شوی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې امیر خان متقي په کامرون هېواد کې د اسلامي همکاریو ټولنې پنځوسمې غونډې ته د وینا پر مهال د افغانستان پر اقتصاد محوره بهرني سیاست ټینګار وړاندې کړ.
