سیمه ییز خبرونه

په راروانه اوونۍ كې افغان ولسمشر حامد كرزى هندوستان ته سفر كوي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

ټاكل شوې، چې د افغانستان ولسمشر حامد كرزى د راتلونكې سې شنبې په ورځ هندوستان ته سفر وكړي.

رپوټونه وايي، ولسمشر به د خپل دغه سفر په لړ كې لومړى له يوه هندي پوهنتون څخه د خپلې افتخاري دوكتورا د تر لاسه كولو په موخه د هند پنجاب ته ولاړ شي.

په نوي ډيلي كې د افغانستان سفارت وايي:

ولسمشر به پدې سفر كې له هندي چارواكو سره په دوه اړخيزو همكاريو خبرې وكړي.

ويل كيږي هند له افغانستان سره پوځي همكاريو ته ټټر وهلى او پدې سفر كې به پر دې مسلې هم خبرې وشي.

په نوي ډيلي كې د افغانستان سفير شيدا محمد ابدالي وايي:

د هند لخوا د افغان امنيتي ځواكونو له روزنې هركلى كوو. دغه راز په ټيټه كچه نورې همكارۍ هم زموږ لپاره د هركلي وړ دي، خو موږ غواړو په دفاعي چارو كې همكاريو ته پراختيا وركړ شي.

افغانستان به له هند سره هم د اوږد مهاله همكاريو تړون لاسليك كړي.

دغه افغان ډپلوماټ وايي، دغه تړون د دواړو هېوادونو ترمنځ د پوځي همكاريو مخالفت نه كوي او دواړه هېوادونه كولى شي، چې دوه اړخيزې پوځي همكارۍ ولري.

د مدني ټولنې يو فعال  اجمل بلوچ زاده وايي، ښايي هند ته په سفر كې  ولسمشر كرزى د ديورند ستونزې او د هغه د حل په اړوند بحث هم  وكړي.

هندي رسنيو رپوټ وركړى، چې په دې سفر كې به افغان ولسمشر حامد كرزى د هندوستان له لومړي وزير او ځينو نورو چارواكو سره په پاكستان كې د وروستيو سياسي بدلونونو په اړه هم خبرې وكړي.

د يادونې وړ ده، چې هند ته د افغان ولسمشر سفر په داسې حال كې تر سره كيدونكى دى، چې پاكستانيو گوندونو پارلماني او ولايتي ټاكنې تر سره كړي او د نوي حكومت د جوړولو هڅې كوي.

Trending

Exit mobile version