سیمه ییز خبرونه
په راروانو ټاكنو كې د گوتې د رنگ هيڅ راز تضمين نشته
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
د افغانستان د رڼو ټاكنو بنسټ(تيفا) وايي، چې : په ټاكنو كې د گوتې د رنگ د بدلولو او جعل ډېر امكان شته.
دوى اندېښنه څرگندوي، چې د زورواكانو لخوا د رنگ لاس په لاس كيدل به راروانو ټاكنو ته يوه بله ستونزه وي.
د افغانستان د رڼو ټاكنو بنسټ رييس نعيم ايوب زاده، چې د رڼو ټاكنو لپاره كار كوي؛ په راروانو ټاكنو كې د گوتې رنگ بې كيفيته گڼي.
د ټاكنو خپلواك كميسيون رييس يوسف نورستانى وايي:
د راروانو ټاكنو لپاره غوره شوى رنگ د ډاډ وړ دى او د كيفيت له مخې دوه بڼې لري، چې ژر نه پاكيږي.
په ټاكنو كې د رنگ بې كيفيته بڼه له امنيت وروسته يوه پراخه ستونزه ده او دا اندېښنه راپورته كوي، چې د بې كيفيته رنگ په شتون كې يو كس كولى شي څو ځلې خپله رايه وكاروي.