سیمه ییز خبرونه

په راون كال كې پنځوس زره كورني هوايي بريدونه شوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د آيساف وياند كرسټين جاكوبسن وايي، چې:

د دوى د استخباراتي معلوماتو له مخې؛ د وسله ولو طالبانو مشران دې پا يلې ته رسيد لي، چې پيل كړې مبارزه يي نا كامه ده.

د نوموړي په وينا:

طالبان ونه توانيدل د هغو سيمو په نيولو بريالي شي، چې له لاسه يې وركړي دي.

په كا بل كې دآيساف وياند د دغو ځواكونو د عملياتو د گړنديتوب ترڅنگ وايي، چې:

د راون عيسوي كال راهيسي د مخالفينو پروړاندي پنځوس زره عمليات وي، چې ډېر يې دي.

په كابل كې دآيساف وياند كريسټن جاكوبسن د دوشنبې په ورځ يوې خبري غونډې ته وويل، چې:

وسله والو طالبانو اوس په افغا نستان كې د مخامخ جگړې توان له لاسه وركړى.

د جاكوبسن په وينا:

سږكال د تېركال په پرتله د وسله والو مخالفينو په فعاليت كې شل فيصده كموالى راغلى.

نوموړى زياتوي، چې:

افغان او آيساف ځواكونو له خوا د وسله والو مخالفينو يو زيات شمېر كومندانان يا نيول شوي او يا هم  وژل شوي دي.

همداراز يي ترډېره بريده  د وسلو زيرمې هم دگډو ځواكو نو لاسته ورغلي او خپله وړتياله يې له لاسه وركړې.

نوموړي دغه راز ټينگار كړى، چې:

افغان ځواكونه غښتلي شوي ؛ يو شمېرستونزې او گواښونه شته،  خو مونږ به له وسله والو

والو مخالفينو سره جگړه جاري ساتو افغان او نړيوال ځواكونه به په گډه دغه جگړه پرمخ يوسي، چې په راتلونكي كې يوله  امن ډك  او باثباته افغانستان ولري.

په كابل كې دآيساف وياند وايي، چې:

د وسله والو طالبانو د رهبرۍ په كچه كسان نيول شوي.

نوموړى دغه راز وايي، چې وسله وال طالبان اوس په ځانمرگو بريدونو ملكي افغانان وژني او هدف ته درسيدو توان يي له لاسه وركړى.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Trending

Exit mobile version