سیمه ییز خبرونه
په را روانو ولسمشريزو او د ولايتي شوراګانو په ټاكنو كې د ښځو ونډه اړينه ده
يوشمير ديني عالمان او قومي مشران غواړي، چي په را روانو ټاكنو کې د ښځو سياسي ګډون د هېواد په مركز او ولايتونو کې پياوړى كړي. خو له بلې خوا په ټاكنو كي د ښځو پر وړاندې نا امني، سيمه ييز دودونه لويه ستونزه ګڼي.
په كابل كې ګڼ شمېر ديني عالمان قومي مشران او د پوهنې وزارت د اسلامي تعليماتو مرسيتال شفيق صميم پر دې تينګار وكړ، چي په را روانو ولسمشريزو او د ولايتي شوراګانو په ټاكنو كې د ښځو ونډه اړينه ده او زياتوي، چي په ټاكنو كي برخه اخستل او د هېواد لپاره خپل راتكونكی زعيم ټاكل د ټولو افغانانو مسلم حق دی.
دوی وايي، چي په ځانګړي توګه ښځې، چې د ټولنې نيمايي برخه جوړوي نو پكار ده، چي د ديني عالمانو قومي مشرانو او ښوونځيو له لارې هغوی ته عامه پوهاوی وركړل شي تر څو په ټاكنو كې د ښځو سياسي ونډه پراخه شي.
همدارنګه قومي مشران او د علما وو د شورا رئيس عبدالبصير له امنيتي ارګانونو غوښتنه كوي، چې په دې برخه كې دې خپلې هڅې زياتې كړي، تر څو خلك وكولای شي په ټاكنو كې پراخه برخه واخلي.
دوی په پام كې لري، چې په ټاكنو كې د عامه پوهاوي او د ښځو سياسي مشاركت دغه خپرونه به د ودان اسلامي تعليماتو د موسسې او ايشيا فونډېشن په مرسته د هېواد په ۴۳ ولايتونو كې پلې شي.