سیمه ییز خبرونه

په روان كال كې د افغانستان اقتصادي وده دوه سلنې ته راټيټه شوې

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د افغانستان د ماليې وزير عمر زاخېلوال وايي:

د ځينو بهرنيو رسنيو منفي تبليغات د دې لامل شوي، چې سږ كال د افغانستان اقتصادي وده راټيټه شي. په داسې حال كې، چې دا كچه تېر كال له لس سلنې لوړه وه.

هغه زياتوي،  اوس  د افغانستان اقتصاد او كورني عوايد د دغو تبليغاتو ترسخت فشار لاندې دي.

دغه راز ماليې وزارت وايي:

د افغانستان د گمركاتو د اكادمۍ ودانۍ، چې د امريكا په دوه ميليون دالره بې بدله مرسته جوړه شوې د ماليې وزارت ته وسپارل شوه.

چارواكي وايي، چې په يو وخت په دې ا كادمى كې ۱۵۰ كارمندان زده كړه كولى شي.

په كابل كې د امريكا سفارت اقتصادي مسوول كين ياماشاتا وايي:

مونږ او د افغانستان حكومت يوه موخه لرو، چې هغه د افغانستان د خلكو د اقتصادي وضعيت ښه كول دى. دغه اكادمي هم د همدې لپاره جوړه شوې، چې د كورنيو چارو او ماليې وزارتونو كارمندان د افغانستان د گمركاتو او پولو د ساتنې په موخه په كې وروزل شي او خپلو خلكو ته ښه خدمت و كړي.

د نوموړي په وينا،  امريكا له شك پرته خپلو مرستو ته دوام وركوي.

په كابل كې د كانادا سفارت اقتصادي مسووله ديلرلانيس وايي:

په دې پروگرام كې د كانادا همكاري ۵۰۰ زره دالره ده او دا مرسته به د تجهيزاتو او لباس په برخه كې ولگول شي. زه  له تاسو او د اكادمۍ له محصلينو سره د همكارۍ دوام ته ليوالتيا لرم .

د ماليې وزارت وايي، د مرستندويه هېوادونو په بې بدله مرسته  د گمركاتو د وضعيت د ښه والي، اداري فساد د مخنيوي او په بېلابېلو ولايتونو كې د گمركاتو د څو ودانيو د جوړولو كار دوام لري.

Trending

Exit mobile version