سوداگري

په روان كال كې د افغانستان صادرات څلوېښت سلنه لوړ شوي دي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان د سوداګرې او صنايعو خونې چارواكي وايي، په روان كال كې د افغانستان صادرات څلوېښت سلنه لوړ شوي دي. دوى د دې كار لامل د حاصلات ښه والى او له ګاونډيو او د سيمې له هېوادونو سره د ځينو ترانزيتي ستونزو حل ګڼي.

د سوداګرې او صنايعو د عامل پلاوي مرستيال خانجان الکوزی وايي:

د بزګرانو د كرنيزو محصولاتو د ډېروالي او د افغان صادراتو د ځينو ترانزيتي ستونزو د حل له امله د سيمې او نړۍ بازارونو ته د افغانستان صادرات څلوېښت سلنه ډېرشوي دي.

هغه ټينګار كوي، چې يوازې په روان كال كې ۲۰۰ زره ټنه سابه صادر شوي دي.

خو په مقابل كې يې په روان كال كې د هېواد واردات هم تر ۴۶ سلنه كم شوي دي.

د سوداګرې او صنايعو خونې چارواكي زیاتوي، چې له ولايتونو څخه د بيارغونې د ولايتي ډلې وتل، د بهرنيو مرستو او تقاضا كموالى د دې كموالي لامل شوى دى.

دا په داسې حال كې ده، چې د سوداګرو په وېنا تر اوسه هم د حكومت د نه ملاتړ له امله د افغانستان توكي په نړۍ كې سم بازار نه لري.

Trending

Exit mobile version