سیمه ییز خبرونه

په روان كال كې د تازه او وچې ميوې صادرات زيات شوي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د افغانستان د سبزيو او ميوو د  صادراتو د پرمختيا ادارې مسوولين وايي، چې په روان كال كې د تازه او وچې ميوې صادرات زيات شوي؛ خو د تمې پر خلاف د طبي بوټو په صادراتو كې لږوالى راغلى دى.

د افغانستان د تازه ميوو او سبزيو د صادراتو د ادارې رييس سيد عظيم هاشمي وايي، چې:

د افغانستان تازه او وچې ميوې په روان كال د نړۍ اووه څلوېښت هېوادونو ته رسيدلي دي.

د هغه په وينا، په روان كال كې د طبي بوټو صادرات هغسې نه ول، چې مونږ او حكومت يې تمه درلوده.

د افغانستان د كرنې وزارت مسوولين وايي، چې په روان كال كې  د انگورو توليد له درې سوه شپيته زره څخه شپږ سوه لس زره ټنو ته او د مڼو توليد له څلور پنځوس زره ټنو څخه اويا زره ټنو ته لوړ شوي دي.

د كرنې وزارت د څرگندونو له مخې سږ كال د بادامو توليد هم دوه شپيته زره ټنو ته رسيدلى دى.

دوى پر دولتي اداره نيوكه كوي، چې په خپلو منځو كې همغږي نه لري؛ نو، ځكه د طبي بوټو صادرات لږ شوي دي.

Trending

Exit mobile version