سیمه ییز خبرونه
په روان كال كې د وسله والو مخالفينو بريدونه شل په سلو كې لږشوي- جاكوبسن
يساف څرگنده كړې:
د تېر عيسوي كال په پرتله په روان كال كې د وسله والو بريدونو كجه شل په سلو كې لږ شوې، چې دغه بريا د افغان ځواكونو چټكه وده او غښتلتيا خوښي.
آيساف وايي: د روان كال په پاى كې نورې هغه سيمې به هم اعلان شي، چې امنيتي چارې به يې افغان ځواكونو ته وسپارل شي.
په افغا نستان كې د آيساف وياند كريستن جاكوبسن د دوشنبې په ورځ په خبري ناسته كې وويل، چې د ۲۰۱۰ع كال د لومړيو شپږمياشتو په پرتله په روان كال كې دافغا نستان د وسله والو مخالفينو فعاليتونه كمزوري شوي دي.
د هغه په وينا:
د روان كال په لومړيو شپږ مياشتو كې د تېركال د شپږ مياشتو په پرتله د وسله والو مخالفينو بريدونه شل په سلو كې كم شوي دي.
دوى وايي، چې:
د ملكي وگړيو په تلفاتو كې هم څوارلس په سلو كې كمى راغلى دى.
د آيساف د مسوولينو په وينا:
افغان پوځ له هغه مهال وېش، چې نړيوالو ورته ټاكلى و، مخكې له مخكې پرمختگ كړى.
د ناټو ملكي وياند ډمنيك مډلي وايي، چې:
د افغان پوځ غښتلي كېدو ته په كتو به د روان كال تر سپټمبرمياشتې هغه نورې سيمې هم مشخصې او ځانگړې شي، چې امنيتي چارې به يې افغان ځواكونو ته وسپارل شي.
ډامينيك ميډلي څرگندوي، چې:
دا په داسې حال كې ده، چې د افغانستان د ملي امنيت مسوولين وايي، چې وسله وال مخالفين د هغو سيمو د امنيت د گډوډولو هڅې كوي، چې امنيتي چارې يې افغان ځواكونو ته سپارل شوي دي.
اوس دامنيتي مسووليتونو دانتقال كميسيون د ډاكتراشرف غني احمدزي په مشرۍ له ڼاټو او آيساف سره هغه سيمې ارزيابي كيږي، چې په راتلونكي كې به په كې د امنيت د انتقال پروسه پلې