سیمه ییز خبرونه

په روان لمريز كال كې د ۱۷۹۲ پوليس وژل شوي او نږدې درې زره نور ټپيان شوي دي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د كورنيو چارو سرپرست وزير عمر داوود زي د دوشنبې په ورځ(د وږي ۱۱)  په رسمي توگه د كورنيو چارو د وزارت د سرپرست په توگه خپله دنده پيل كړه.

د كورنيو چارو وزارت سرپرست محمد عمر داوود زى په دې مناسبت جوړې شوې غونډه كې وويل:

په روان لمريز كال كې تر اوسه  د هېواد په بېلابيلو سيمو كې د دندو پر مهال په امنيتي پېښو كې ۱۷۹۲ پوليس وژل شوى او نږدې درې زره نور ټپيان دي.

ښاغلى داوود زى زياتوي، زمونږ مهم لومړيتوب د راتلونكيو ټاكنو د امنيت ساتل وي.

همدا راز يې په ډاگه كړه، چې:

هڅه به مو دا وي، چې د پوليسو وړتياوې لوړې  او د رايه وركوونكيو لپاره ډاډمنه امنيتي فضا را منځته شي.

ولسمشر حامد كرزي  د يكشنبې په ورځ عمر داوود زى د كورنيو چارو د وزارت د سرپرست او د كابل پخوانى امنيه قوماندان ايوب سالنگى د دې وزارت د امنيتي مرستيال په توگه وټاكل.

په همدې وخت كې د امنيتي مرستيال په توگه د دندې د پيلولو پر مهال ايوب سالنگي ژمنه وكړه، چې د هېواد د امنيتي وضيعت د ښه والي لپاره به خپلې هڅې زياتې كړي.

د كورنيو چارو وزارت نوى سرپرست عمر داوود زى وايي:  په داسې حال كې نوې دنده ور سپارل كيږي، چې دا مهال له نړيوالو ځواكونو څخه افغان ځواكونو ته د امنيتي چارو د ليږد وروستۍ پروسه روانه ده.

ده وويل، هڅه به وكړي، چې دا بهير په برياليتوب سره بشپړه شي.

Trending

Exit mobile version