تازه خبرونه
په روان لمریز کال کې د ۳۰۰ دولتي ادارو مالي بودجه څېړل شوې ـ د پلټڼې اداره
د پلټنې عالي ادارې څرګنده کړې، چې په روان لمریز کال کې یې د ۳۰۰ دولتي ادارو مالي بودجه څېړلې او د دغو بنسټونو له ادرسه ۷۷۵ میلیون افغانۍ د دولت بودجې ته لېږدول شوې دي.
د تفتیش عالي ادارې د سلمې کالیزې په مناسبت په یوه خبري ناسته کې د ۱۴۰۰ لمریز هجري کال پر اړوند لاسته راوړنو او د ۱۴۰۱ کال د پلانونو په اړه رسنیو ته معلومات وړاندې کړل.
د دې ادارې د معلوماتو له مخې؛ سږ کال يې په پلازمېنه او ولايتونو کې شاوخوا درې سوه دولتي دفترونه پلټلي او وايي، په پام کې لري، چې په ۱۴۰۱ لمریز هجري کال کې د دغو دولتي ادارو په مالي او اداري څانګو کې د روڼتیا لپاره له دولتي ادارو او مرکزونو څخه بیا کتنه وکړي.
د پلټنې عالي ادارې مالي او اداري مرستیال نجیب الرحمن رحماني وایي: شاوخوا ۸ اعشاریه ۶ میلیارډ افغانۍ د بېرته اخیستلو وړ اټکل شوي او ۱۲ اعشاریه ۳ میلیارډ افغانۍ د چاڼ وړ او ۷۷۵ میلیون افغانۍ دولت ته ورکړ شوې دي.
د یادې ادارې چارواکي په هېواد کې د ۵۹ دولتي ادارو د مالي او اداري کارونو له بیا کتنې خبر ورکوي او وايي، چې په ۱۴۰۱ لمریز هجري کال کې د فساد د مخنیوي او له عامه شتمنیو څخه د رڼې ګټې اخیستنې لپاره د ۲۰۰ دولتي ادارو له څېړلو خبر ورکوي.
د پلټنې عالي ادارې مالي او اداري مرستیال نجیب الرحمن رحماني ویلي؛
“د دولت مالي احصائیه باید په ۱۴۰۰ ل.هـ کال کې جوړه شي، د دولت د لګښتونو او عوایدو کلنی راپور باید د پلټنې عالي ادارې لخوا وروستی او د اسلامي امارت مشرتابه ته وسپارل شي.
د يادې ادارې د څرګندونو له مخې، دوى د دې ادارې د وړتیاوو د لوړولو لپاره له نړيوالو بنسټونو سره پرهمغږۍ هم کار کوي او هڅه کوي، چې د دې ادارې او نورو دولتي څانګو وړتیاوې لوړې کړي.
د پلټنې عالي ادارې مشر قدرت الله جمال څرګنده کړې؛ مونږ د پلټنې اړوند انسټیټیوټ بیا فعال کړی، چې د پلټنې لپاره د پلټونکيو وړتیاوې په سمه توګه لوړې شي.
که څه هم وروستیو پرمختګونو په ریاستونو کې د عامه شتمنیو د لوټ کېدو په اړه اندېښنې راپورته کړي؛ خو دا اداره وايي، چې پدې اړه څېړنې کوي او د راپور له بشپړېدو وروسته به یې له خلکو سره شریکې کړي.