سیمه ییز خبرونه
په روان ژمي كې د احتمالي پېښو په وړاندې چمتووالى د اندېښنې وړ دى
چارواكي وايي:
سږني ژمي ته چمتوالى او په كابل ښار كې د بېوزلو كورنيو د كېږديو ژوند د اندېښنې وړ دى.
د ولسي جرگې د چاپېريال ساتنې او طبيعي سرچنو كميسيون د يكشنبې په ورځ(دمرغومي۳) د اړوند چارواكو په گډون په دې اړه يوه گډه ناسته تر سره كړه.
په دغه ناسته كې د كرنې وزير محمد آصف رحيمي څرگنده كړه، چې:
د كرنې وزارت په خپلو ويرمو كې ۲۶ زره ټنه غنم لري، چې د اړتيا په صورت كې به د طبيعي پېښو پر زيانمنو شويو ووېشل شي.
د ولسي جرگې د چاپېريال ساتنې او طبيعي سرچينو د كميسيون رييس عبيدالله رامين وايي:
۲۶ زره ټنه غنم نهه ميليون انسانانو ته، چې په بېوزلۍ كې ژوند كوي، كافي نه دي.
د كليو د پراختيا وزير او د پېښو په وړاندې د مبارزې د كميټې مرستيال ويس برمك وايي:
د ژمي موسم ته مو چمتووالى نيولى، خو احتمالي پېښو ته د ډاډ وړ نه دى.
د سرې مياشتې د ټولنې رييسه فاطمه گيلاني د ښار په مختلفو سيمو كې درول شوې خيمې د پلازمينې امنيت ته يو ستر گواښ وگاڼه او د ولسي جرگې غړې شكريه باركزۍ غواړي، چې دا خيمې له ښاره بهر وليږدول شي.
ويل كيږي، چې په خيمو كې ميشت ځينې وگړي هغه كورنۍ دي، چې د ناامنيو، بېوزلۍ او بې كارۍ د شتون په علت له بېلابېلو ولايتونو كابل ته راكډه شوي او د سرپناه د نه شتون له كبله دغه كورنۍ په خيمو كې د ژوندانه سړې شپې تېروي.