روغتيا
په روان ژمي کې څه باندې ۲۸۶ زره کسان پر تنفسي ناروغیو اخته شوي
د روغتیا نړیوالې ټولنې څرګنده کړې؛ د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې د ژمي له پیل راپدیخوا له ۲۸۶ زره ډېر کسان پر تنفسي ناروغیو اخته شوي، چې ۶۶۸ کسان ترې مړه شول.
د دې ټولنې د څرګندوونو له مخې؛ له ۶۳ سلنې ډېر ناروغان له پېنځه کلونو کم عمره ماشومان او نږدې ۵۰ سلنه یې ښځې دي.
د راپور په یوه برخه کې راغلي: د سوړ موسم له پیل راپدیخوا په افغانستان کې د تنفسي ستونزو د ناروغانو شمېر زیات شوی دی. د ۲۰۲۴ ز.کال د جنورۍ له لومړۍ څخه د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې له ۲۸۶۰۰۰ څخه زیات کسان پر تنفسي ناروغیو اخته شوي او په ټولیزه توګه ۶۶۸ کسان ترې مړه شوي دي.
د افغانستان عامې روغتیا وزارت ويلي، چې په دې وروستیو کې د تنفسي ناروغیو د ناروغانو شمېر ډېر شوی او په ۲۰۲۳ ز.کال کې له دغه وزارت سره له دوه اعشاریه ۹ میلیون ډېر تنفسي ناروغان ثبت شوي دي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د چارواکو د څرګندونو له مخې، ډېري ناروغان ماشومان او لویان دي.
یو شمېر ډاکټران په هېواد کې د تنفسي ناروغیو د زیاتوالي لامل د هوا ککړتیا ګڼي او وايي، چې په پوره تنفسي ناروغیو اخته ناروغانو ته باید د اړینو درملو د اخیستو ترڅنګ مناسبه تغذیه هم ورکړ شي.
دا په داسې حال کې ده، چې هر کال د سوړ موسم په رانږدې کېدو او د هوا د ککړتیا له زیاتېدو سره په هېواد کې پر تنفسي ناروغیو د اخته کسانو شمېر ډېرېږي او ډېري ماشومان د دې ناروغیو له ګواښ سره مخ کېږي.