سوداگري

په روان کال کې د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ حجم بې مخینې راکم شوی

د افغانستان او پاکستان د ګډې سوداګرۍ خونې د مسوولینو د څرګندونو له مخې؛ پاکستان ته د هېواد صادارت له نږدې دوه میاشتو نامنظم کیدو وروسته په دې وروستیو کې بیخي ودرېدل، چې له کبله يي افغان او پاکستاني لوري ته لسګونه میلیون ډالر زیان اوښتی دی.

Published

on

د افغانستان او پاکستان ګډې سوداګرۍ خونې مسوولین وايي، چې  په روان کال کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ حجم تر ټولو ټیټ حد ته رسیدلي دی.

د افغانستان او پاکستان د ګډې سوداګرۍ خونې د مسوولینو د څرګندونو له مخې؛ پاکستان ته د هېواد صادارت له نږدې دوه میاشتو نامنظم کیدو وروسته په دې وروستیو کې بیخي ودرېدل، چې له کبله يي افغان او پاکستاني لوري ته لسګونه میلیون ډالر زیان اوښتی دی.

دوی ویلي، چې پاکستاني  لوري تل د افغان صادارتو او محصولاتو د فصل په وخت کې د افغان صادارتو پر وړاندې ستونزې جوړوي او د دې ستونزو د نه اواري له کبله دا بهیر ټکنی شوی دی.

د افغانستان او پاکستان د ګډې سوداګرۍ خونې رییس خان جان الکوزی وایي: د افغانستان او پاکستان سوداګرۍ ته تل پاکستاني لوري ستونزې جوړي کړي؛ کله يي لارې تړلي، کله يي اداري ستونزي جوړې کړي او کله هم مالیات لوړوي. زه فکر کوم، چې په روان کال کې به د افغانستان او پاکستان سوداګري ډېره ټیټه وي.

د کرنې او مالدارۍ خونې مسوولینو ويلي؛ په روان کال کې د پاکستان لخوا دې هېواد ته د صادارتو په وړاندې د رامنځته شویو ستونزو له کبله د سوداګرو سلګونه موټر سابه او تازه میوې د خرابېدو ترڅنګ بڼوالو او بزګروته ګڼ مالي زیانونه اړولي .

د کرنې او مالدارۍ خونې مرستیال میرویس حاجي‌زاده ویلي: له پاکستان سره د تورخم په ګډون د ټولو بندرونو تړل کیدل د هېوادوالو او سوداګرو لپاره کومه نوې خبره نده. دا زیان مونږ ته تل رسیدلی مونږ سړخونې نلرو؛ نو باید د بدیلو مارکیټونو په لټه کې شوو، چې دا ستونزه مو بنسټیزه حل شي.

د اقتصادي چارو شنونکیو ويلي، چې افغان حکومت باید له پاکستان پرته د نورو مارکیټونو په لټه کې شي، چې د هېواد صادرات نورو مارکیټونو ته واستول شي. دوی له خصوصي  سکټور څخه غوښتنه کوي، چې د هېواد د کرنیزو محصولاتو ته د معیاري لېږد او تړلو په برخو کې ستنډردونه هم لوړ کړي.

Trending

Exit mobile version