تازه خبرونه

په روان کال کې د نشه یي توکو ۵۶۲۰ قاچاق وړونکي نیول شوي

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۹, ۱۳۹۹)

د  کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو په وړاندې د مبارزې مرستیالۍ څرګنده کړې؛  په روان کال کې د عامه خدمتونو د نهه اتیا کارکوونکیو په ګډون د نشه یي توکو ۵۶۲۰  قاچاق وړونکي نیول شوي دي.

د نشه یي توکو کر، تولید او قاچاق هغه ننګونو دي، چې نړیواله ټولنه او حکومت یې پر کابو کولو بریالي شوي ندی.

د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو په وړاندې د مبارزې مرستیال محمد هاشم اورتاق وییلي؛ که څه هم د دې پدېدې له منځه وړل سخت کار دی، خو بیا هم له یوه کال راپدیخوا د نشه یي توکو پېنځه زره شپږ سوه شل قاچاق وړونکي نیول شوي، چې نهه اتیا یې د عامه خدمتونو کارکوونکي دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ له ۲۰۱۹ راپدیخوا ۴۸۳۳ عملیات تر سره شوي.

د مسوولینو په وینا؛ د نشه یي توکو زیاتره قاچاق د وسلوالو مخالفانو تر کنترول لاندې سیمو کې کیږي، ځکه مو په دې اړه شوې هڅې له ستونزو سره مخ دي.

هغه ویلي؛ له زر ټنو ډېر نشه یي توکي د پولیسو په عملیاتو کې تر لاسه شوي او د هیروینو سل کارخونې هم له منځه وړل شوي دي.

د مسوولینو په وینا؛ په دې لار کې رښتینې هڅې او ګامونه کولی شي دا ستونزه له منځه یووسي او نړیواله ټولنه باید په دې برخه کې کوټلي ګامونه واخلي؛ پرته له دې به د دې ستونزې مخنیوی ناشونی وي.

Trending

Exit mobile version