تازه خبرونه
په روان کال کې له ۱۵۶ زره ډېر افغان کډوال له پاکستان څخه هېواد ته ستانه شول – ملګري ملتونه
دې بنسټ په یوه راپور کې، چې نن (پنجشنبه د تلې شپږویشتمه ) خپور شوی؛ څرګندوي: په ګاونډ هېوادونو کې د افغانانو وضعیت له ننګونو سره مخ شوی؛ ځکه، چې د ژوند فرصتونه کم او لګښتونه ډېر شوي او د کډوالو پر ضد کړنو کې هم ډېروالی راغلی دی.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ اعلان کړی، چې د ۲۰۲۴ ز. کال په لومړیو شپږ میاشتو کې له ۱۵۶ زره ډېر افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
دې بنسټ په یوه راپور کې، چې نن (پنجشنبه د تلې شپږویشتمه ) خپور شوی؛ څرګندوي: په ګاونډ هېوادونو کې د افغانانو وضعیت له ننګونو سره مخ شوی؛ ځکه، چې د ژوند فرصتونه کم او لګښتونه ډېر شوي او د کډوالو پر ضد کړنو کې هم ډېروالی راغلی دی.
د دغه راپور پر بنسټ، له ۲۰۲۱ ز. کال راپدېخوا له یو اعشاریه شپږ میلیون ډېر افغانان ایران او پاکستان ته کډوال شوي او دواړه هېوادونه اوس د ۸ میلیون افغانانو کوربه دي.
په دې راپور کې راغلي، چې افغانان په نړۍ کې د مهاجرو تر ټولو لویه ډله جوړوي او د افغانانو له اصلي کوربه هېوادونو څخه باید پوره ملاتړ وشي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ ویلي، ایران دا مهال د ۳ اعشاریه ۸ میلیون افغان کډوالو کوربه دی او په دې هېواد کې تر ټولو ډېر کډوال مېشت دي.
د دې بنسټ د څرګندونو له مخې؛ په پاکستان کې ۲ اعشاریه ۸ میلیون افغانان ژوند کوي، چې یو اعشاریه درې میلیون یې د کډوالو په توګه ثبت دي.
ویل کیږي، چې له ۲۰۲۳ کال راپدېخوا پاکستان د ناقانونه کډوالو د جبري ایستلو او بېرته ستنولو بهیر پیل کړ؛ شاوخوا ۶۴۷ زره افغانان یې بېرته خپل هېواد ته ستانه کړل. د دې بهیر له درولو وروسته په ۲۰۲۴ ز. کال کې د بېرته راستنېدو کچه د پام وړ کمه شوې ده.
