تازه خبرونه

په روان کال کې ملکي زیانونه ۲۹ سلنه ډېر شوي ـ یوناما

Published

on

(Last Updated On: وری ۲۵, ۱۴۰۰)

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ څرګنده کړې؛ د روان کال په تېرو ۳ میاشتو کې نږدې ۶۰۰ ملکي وګړي وژل شوي او له ۱۲۰۰ ډېر ټپیان دي.

یوناما یو ځل بیا د تلفاتو سترعامل طالبان بولي او وایي، چې د تلفاتو دوه یم ستر عامل افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه دي.

 یوناما د جګړې له ښکېلو خواوو غوښتي، چې د ملکي وګړیو د وژلو د درېدو لپاره د حل یوه بیړنۍ لار پیدا کړي.

د یوناما د راپور له مخې؛ د ۲۰۲۱ کال له جنورۍ یا د مارچ تر ۳۰ ، ۵۷۳ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۲۱۰ نور ټپیان دي.

په راپور کې راغلي؛  په همدې موده کې  ۳۷ سلنه ښځې او ۲۳ هغه ماشومان دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازې ډیبرا لاینز ویلي:

د ښځو او ماشومانو د ځاني زیانونو ډېرېدل ځوروونکې ده. مونږ له ښکېلو لوریو غواړو، تاوتریخوالی چټک راکم کړي.

په راپور کې د ۴۳.۵ ځاني زیان عاملان طالبان پېژندل شوي او ورپسې ملي، امنیتي او دفاعي ځواکونه دي، چې د ۲۵ سلنه هغې عامل پاتې دي.

یوناما ویلي؛ د سولې له هر فرصته باید ګټه پورته شي او د ملکي وګړیو د ځاني زیان د مخنیوي لپاره باید تاوتریخوالي ودرېږي.

د ملي داع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان د ټولو ملکي زیانونو پړه پر طالبانو اچوي او وایي، چې

حکومت افغانستان بار دیگر تاکید می کند که عامل تمامی تلفات غیر نظامیان در کشور گروه طالبان است؛ خو طالبانو بیا د حکومت اویوناما څرګندونې رد کړي او د ملکي زیانونو عامل حکومت او بهرني ځواکونه بولي.

دا په داسې حال کې ده، چې د روژې له پیله راپدیخوا د هېواد په ۲۴ ولایتونو کې درنده جګړه روانه ده.

Trending

Exit mobile version